اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي ??ي) اولس مشر ممنون حسېن تعليمي ادارې د جديد دور تقاضو سره سمولو او د تعليم په معيار د سودا نه كولو ض??ور?? رامخې ته كولو سره وئيلي دي چې د ملتونو پرمختګ او سوكالۍ كښې تعليم ته اهميت ترلاسه دے ٬ د تعليمي ادارو ذمه واري ده چې د نويو علومو او فنونو هركلي لپاره هر وخت تيار وسي٬ تحقیق ته بشپړه پاملرنه و??ړئ٬ د قام هر كس په خاص توګه ځوانان دې په دا ډول عناصرو نظر وساتي څوك چې د زړه راښكونكو نعرو په شا قام بې لارې كوي۔ اولس مشر دا خبره د شورو په ورځ د ورچوئل پوهنتون 9م كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده و??ئيل د انسانيت د زيور په حېث تعليم په ټولنه كښې علمي او اخلاقي كچه جګولو بهترين لاره ده كومه چې زمونږ دين د جهاد برابر ګرځوي٬ د څو كالو دا تعليمي عمل ځوانان په عملي ژوند كښې هلې ځلې كولو لپاره قوي بنياد وركوي۔ اولس مشر ووئيل چې د رقبې او ابادۍ په اعتبار لوي او د محدود وسائلو هېوادونو لپاره د هېواد په هره برخه كښې يو ډول معياري تعليم وركول د يو لوي چېلنج حېثيت لري٬ ورچوئل پوهنتون دا قامي ض??ور?? په ښه ډول ترسره كولو لپاره هڅې كوي او په دې دا اداره او عمله د ستائنې جوګه دي۔ اولس مشر ووئيل د پوهنتون رېكټر ماته وئيلي دي چې د پاكستان حكومت زياتو زده كوونكو ته تعليمي آسانۍ وركولو لپاره د سافټ ويئر جوړولو ذمه واري دې پوهنتون ته سپارلې ده كومې څخه دې د دې قامي ادارې اهميت او صلاحيت رامخې ته كېږي۔اولس مشر د پاك چين اقتصادي لارې ذكر كولو سره و??ئيل چې د سي پېك په شكل كښې دې منطقه كښې د پرمختګ او سوكالۍ بې شمېره نوې دروازې پرانستلې كېږي او د دې موقعو څخه په ھغه صورت كښې ګټه پورته كولې كېدې شي كله چې زمونږ ځوانان د دې منصوبې د ټولو څانګو ذمه واري پغاړه اخستو لپاره چمتو وي۔ ده و??ئيل دا عظيم قامي خدمت په ښه ډول ترسره كولو لپاره ضروري ده چې هېواد كښې امن وي ٬ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په بشپړه توګه خاتمه و??ړې شي او ټولنه سياسي٬ معاشي او سماجي اعتبار سره د هر ډول نا قلارۍ سره مخ نه و?? ځكه ??ې دا ډول صورتحال په اولس د پرمختګ لارې بندوي٬ دې لپاره ضروري ده چې د قام هر كس په خاص توګه ځوانان په دا ډول عناصرو نظر وساتي څوك چې د زړه راښكونكو نعرو په شا قام بې لارې كوي۔ اولس مشر د فاصلاتي تعليم په څانګه كښې د ذكر وړ خدمات تر سره كوٶنكو د ورچوئل پوهنتون كانووكېشن زده كوٶنكو ته مباركي وركولو سره توقع وساتله چې دا زده كوٶنكي به د خپل خدادا صلاحيت او محنت سره د ق??م او ملك نامه روښانه كوي۔ اولس مشر د تعليمي آسانيو وركړې پحقله و??ئيل په دستوره كښې چې كومې مسئلې رامخې ته شوې دي بايد په سمدستي توګه حل كړې شي٬ د پوهنتون انتظاميې له پكار دي چې ھغوي اړوند ادارو سره خپلې رابطې ټېنګې كړې او چرته چې ګرانه شي ايوان صدر دې خبر كړي دغسې چې د خپلو مااشومانو سباٶن محفوظولو لپاره دا خنډان لرې كړې شي۔ په دستورې د ورچوئل پوهنتون رېكټر ډاکټر نوید احمد ملك هم موجود ٶ
متعلقہ مضامین
-
President Erdogan offers flood aid in call with PM Shehbaz
-
Maryam Nawaz: ‘No factory saved, only lives matter’
-
ICT admin cracks down: Over 1,650 raids, 1,000 arrests made
-
Pakistan’s tallest man Naseer Soomro passes away at 55
-
Qianche Official Entertainment - تفریح کی سرکاری ویب سائٹ
-
7 کی لک انٹرٹینمنٹ آفیشل ویب سائٹ
-
KM کارڈ گیم ایماندار تفریحی پلیٹ فارم
-
AJK election : Tickets to be awarded with consultation: PML-N
-
52 lucky prisoners to spend Eid with family
-
Five dead, six injured in accidents
-
Pakistan, China enjoy all-weather relationship: Nawaz
-
LPG distributors to protest against police today